د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو
د عامې روغتيا وزارت وايي، په ټول هېواد د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شوی دی.
د طالب سرپرست حکومت د عامې روغتيا وزارت ويلي، چې نن دو شنبه په ټول افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شوی دی.
دغه وزارت زياتوي، چې دا کمپياين په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (يونيسف) په مالي ملاتړ او همکارۍ ترسره کېږي.
د ياد وزارت په وینا، چې د روان کال په ترڅ کې به د دې کمپياين له مخې شاوخوا ۹,۹ ميليونه افغان ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق شي.
له دې سره جوخت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يوناما هم په ټول هېواد کې د ياد کمپاين د پيلېدو خبر ورکوي.
يوناما په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نن دو شنبه په ټول افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شوی او له ټولو افغانانو يې غوښتي دي، څو خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق کړي.