شعر، ترانه او ترنم

شعر، ترانه او ترنم

ليکوال: استاد ګل الرحمن رحماني

    د شعر په اړه ښايي د ادبي ذوق هر خاوند د خپلې خوښې دوه درې تعریفونه په یاد ولري او په اړه یې ډېر څه وویلی شي، خو ترانه ـ چې موږ ورسره ښه اشنا یوو، اورو او وایو یې ـ روښانه تعریف او ځواب نه لرو، په دې اړه هم ګڼې پوښتنې رامخته کېږي چې شعر او ترانه توپیر لري که نه؟ ایا ترانه هم د نورو شعري ژانرونو په څېر ځانګړی ژانر دی که د شعر د بیان یا لوستنې یو ډول او حالت دی؟ ترانه په خپل ذات کې ګڼ مینه وال او مخاطبان لري، خو کټ مټ هغه شعر نه دی چې موږ یې په عادي ډول لولو او اورو.

په دري ژبه کې ترانه ځانګړی مفهوم لري، خو تر کومه چې د پښتو ترنم او زمزمې خبره ده، یوازې د شعر یو ځانګړی ترکیب او کله کله داسې ژانر دی چې ګڼ نیم او پوره بندونه په کې راځي، تکرار او ماتېدنه لري، هر څه د یوه ښکلي غږ او اهنګ تابع ګرځوي، څو خاصه زمزمه او انګازه تولید کړي او کله کله خو د یوه پر ځای څو او ډله ییز ویوونکي لري.

 په ترانه کې پیغام د شعر په پرتله په مخامخ ډول له کوم ژبني خنډ او ځنډ پرته لېږدول کېږي، اصل او بنسټ یې هم باید همدا وي، ځکه چې د ترنم پر مهال مخاطب د تفکر او تحلیل لپاره وخت نه لري او د هرې مصرع د اورېدو پر مهال د غږ یا زمزمې په ښکلا کې را ګیر وي، یا په بل عبارت د مخاطب د ادبي ذوق د خړوبولو چاره یوازې غوږونو ته سپارل شوې وي.

په شعر کې بیا داسې نه ده او شاعر معمولا د پیغام او اصلي مفهوم د لېږد لپاره له ادبي صنایعو څخه زیاته ګټه اخلي، د مخاطب ذهن او فکر ته پام کوي، د هغه له زړه او عواطفو سره د ملګرتیا اړیکه پیدا کوي، همدا لامل دی چې په بېلابېلو زماني وقفو کې د شعر له اورېدو څخه متفاوتې اخیستنې لرو. که څه هم ګڼې داسې ترانې شته چې مانا او مفهوم یې ډېر ژور او مبهم وي، خو اکثره ترانې روښانه او روڼ بیان لري چې په ساده ډول د پوهاوي وړ وي.

  ترانې تر ډېره له موسیقي او ریتم سره تړاو لري او په موسیقي کې خو داسې هم شوي چې لومړی ورته سرود او ميلوډي جوړه شوې او وروسته ورته ترانه سازه شوې ده، په دې مانا چې ترانه د اورېدو لپاره او شعر د لوستنې لپاره طرحه کېږي.

یو ښه شعر باید شعري قوانین لکه قافیه، وزن، څپې، انسجام، خیال او تصویر ولري، خو په ترانه کې تر ډېره پورې اهنګ، کمپوز، خواږه غږ او د مصرو داخلي موسیقۍ ته ډېره پاملرنه کېږي، یا په بل عبارت دا څيزونه بیا ترانه کې الزامي نه دي، پر ځای یې د خپل مخاطب پر حواسو او خپلونه زور راوړي، همدا لامل دی چې د ترانو متن له ترنم پرته ګونګ وي او که بې ترنمه وویل شي ښايي، مات، له سکتې ډک، ګونګ، بې مانا او بې خونده شي. بله مهمه خبره داده چې لوستونکی د عادي شعر په څېر د شعر په مفهوم او مانا کې نه جذبېږي، یوازې په رېټم او ملوډي کې یې جذب او ورکېږي.

هر شعر د ترنم او ترانې جوهر نه لري، دا جوهر یوازې هغه مهال شکل پیدا کوي چې شاعر یاني پنځګر یې یو څه له اهنګ او زمزمې سره اشنا وي، د پنځونې پر مهال یې د شاتو د مچۍ په څېر له ځان سره بونګېدلی او حتی کله کله د لاس په خوځولو بشپړ کړی وی چې دا حالت د شعر په متن کې د ترنم جوهر روزي او ترنم کوونکي ته د مرستې لاس ورکوي، خو دا هنر هر شاعر نه لري او کمپوز جوړونکي یې کېدای شي په سختۍ په کې را پيدا کړي، خو له طبیعي والي وځي او چوست اهنګ په کې ډډې ته کېږي.

  د ترانې متن معمولا له شعر نه یو څه کم وي، ډېرې تکراري برخې لري، ځکه چې باید په لنډون سره څو دقیقو کې را ونغاړل شي او لوستونکي خسته نه کړي، ځینې کره کتونکي یې په شعر کې یو مستقل سبک بولي چې د محتوا له اړخه ټولنیز احساسات او فکرونه په ساده او خوږه ژبه بیانوي. په همدې سبب یې ژبه محاورې ته ډېره ورته او ولسي ده، ځکه خو په ټوله کې ویلی شو چې ترانه ویل له شعر ویلو څخه سخت دی، خو د ریتم او کمپوز له اړخه په کې بدلون په اسانۍ راځي او ښايي دا اساني یې د محتوا د کمونې او زیاتونې سبب هم شي.

په ولسي منظومو ادبیاتو کې د ترنم جوهر ځکه ډېر ځلاند دی چې اکثره نالوستو خلکو ویلي او موږ ته د لیکلي متن پر ځای په ژبو او غږونو کې راپاتې دي او دا غږونه عادي ديکلمې نه، بلکې خواږه او سندریز دي، خوند او زړه راښکون لري، ښايي په همدې اساس د عامو خلکو تر منځ شاعر یوازې هغه څوک دی چې ښه غږ او ښې ترانې وویلی شي او شعر یوازې ترانې ته وايي.

Back to top button