له خلکو ویره، یو وېرونکی او یو غیر واقعي خوب دی!

خلک امنیت او ازادي غواړي.

خلک له کومې ډلې سره مینه نه لري.

خلک خپل منځي حکومت غواړي!

په يو هېواد کې به هره سياسي ډله په دې لټه کې وي، چې واک ترلاسه کړي او په خلکو حکومت وکړي؛ خو که د‌ حکومتولۍ اصلي اساس او دندې ته راشو؛ نو ويلای شو، چې حکومتولي امتياز نه، بلکې په ريښتيني مانا یو ډېر دروند مسؤلیت دی.

بريالی حکومت هغه دی، چې د خلکو لپاره امن راولي او د يو ارام ژوند په فضا کې يې د يوې مړۍ ډوډۍ برخمن کړي. همداراز خلک داسې حکومت ته ليواله وي او مينه ورسره لري، چې د دوی د ژوند اساسي غوښتنې پوره کړي. خلک هېڅکله د يوې ډلې او ټپلې غوښتونکي نه دي؛ بلکې داسې حکومت غواړي چې په ټوله مانا دوی ته خدمت وکړي، ځکه خلک ازادي او امنيت غواړي او دا کار يوازې يو ښه حکومت کولای شي، چې د دوی لپاره يې وکړي.

که د‌ يوې ښې حکومتولۍ بېلګې راولو، نو زښتې زياتې دي او ښايي ډېر وخت ونيسي، خو دلته يې په لنډه توګه وايو، چې ملت کار، پرمختګ، تعليم او په ټوله کې د خپل ژوند اساسي غوښتنو پوره کولو ته اړتيا لري، چې دا کار د يوې ښې حکومتولۍ تر چتر لاندې شونی دی؛ نه دا چې په خلکو محدويتونه رامنځته شي، په منځ کې ډار او وېره خپره شي او هېڅ نه شي کولای، چې خپل خپل پورته کړي.

يو بل ټکی دا دی، چې جنګي ډلې تل د يو هېواد د بر حاله حاکميت پر وړاندې جنګېږي او دوی هېڅکله د خلکو پر وړاندې د خدماتو او حکومتولۍ مسووليت پر غاړه نه اخلي.

کله چې لوږه، فقر، غربت او ټولنیزې ستونزې زياتې شي، نو جنګي ډلې ان دا په خپله ګټه او د دولت لوی ضعف ګڼي.

اوس چې له ډېرو جنجالونو، دوو لسیزو وروسته طالبانو د جګړې او يا سياسي جوړجاړي له لارې د هېواد ټول حاکميت ترلاسه کړ، ولیدل شي، چې دوی په سياسي ډګر کې څومره بريالي کېدی شي؟ ايا دغه فاتح ډله کولای شي د جګړې له ميدان وروسته په د سياست ډګر کې هم، چې د يو بل منلو او حکومتولۍ اړتيا ده وګټي؟

د‌ بېلګې په توګه ایا طالبان دا ظرفيت لري، چې د نورو قومونو او ټولنو خلکو په پرتله هغه خلک ومني، چې دوی سره يې په دې تېرو دوه لسېزو کې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې؟

په ځانګړې توګه طالبان به د هېواد هزاره وروڼه او خويندو، چې اکثريت يې شيعه مذهبه دي او د هېواد یوه مهمه برخه جوړوي، ايا دوی سره به داسې چلند وکړي او وبه یې مني، چې د حکومتولۍ او د خلکو حکومت (ډيموکراسي) اړتيا ده او که وروسته له دې به هم د طالبانو فکر او چلند دښمني او جګړه کول وي؟

البته په هزاره وروڼو او خويندو کې هم ځيني حلقات شته، چې غواړي خپل خلک د هېواد له نورو قومونو سره په ټکر کې واقع کړي، چې په دې هکله به په خپل وخت او ځای کې بحث وکړو.

په وروستیو دوو لسیزو کې چې طالبان له یوې خوا د هېواد واکمن رژیم او نړۍ‌والو ملاتړو سره په جګړه بوخت وو، له بلې خوا هزاره ګان هم د ډیموکراسۍ او د مدني ټولنې د رنګ او رخ په ډګر کې د خپل قوي حضور سره سره، په حکومت کې د اغېزناک ګډون  په برخه کې تر ټولو لږه اداري ونډه درلوده او له بلې خوا تر ټولو ډېر ځانمرګي بریدونه، چې تر ډېره طالبانو ته منسوب وو، هزاره ګان په نښه کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام په دوو لسيزو کې هزاره ګانو تر ټولو زياته ملکي قربانۍ ور کړې او تر ډېره د تروريستي او ځانمرګو بريدونو ښکار شوي دي.

اوس د طالبانو لپاره غوره ده، چې د سیاسي واک او زغم هغه کړنه ومني، چې د افغان ولس د یووالي او حتی د یوه رژیم د دوام لپاره د حکومتولۍ او ډیموکراسۍ د بنسټیز تمرین په توګه اړینه ده.

په اوسني وخت کې، چې طالبان د افغانستان پر ټوله خاوره واکمني کوي، نو اړينه ده، چې نور د دښمنۍ او جګړې او ان له هغې روحيې څخه ډډه وکړي، چې جګړه زیږوي.

او طالبان فرصت لري، چې په پراخ فکر، زغم او د خلکو دوستانه چلند له لارې له یوې خوا ملي سوله، باور او یووالی ټینګ کړي او له بلې خوا د خلکو د رضایت او ملاتړ په ترلاسه کولو سره د خپل حکومت بنسټونه پیاوړي کړي.

د خلکو د باور او رضایت ترلاسه کول تر ټولو لویه ننګونه ده، چې هر حکومت تل ورسره مخ وي.

په افغانستان کې د وروستیو لسیزو واقعیتونو او تاریخي پېښو ته په کتو سره، د طالبانو د حکومت پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه د افغانانو د بيا باور ترلاسه کول دي.

Back to top button