بامیانو کې خلکو لاریون وکړ

د باميانو د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکو په روغتيايي مرکزونو کې د اسانتياوو او ډاکټرانو د نشتوالي له امله لاريون وکړ.

د باميانو ولايت د پنجاب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د په روغتيايي مرکزونو کې د درملو، ډاکټرانو، نرسانو او امبولانسونو د نشتوالي په اعتراض کې لاريون وکړ.شوی دی.

هغوی وايي، چې د پنجاب ولسوالۍ د مهر او ترپس سيمو د جامع روغتيايي مرکز شاوخوا شپږ ډاکټران او نرسان له يوه کال راهيسې غير حاضر دي. خو د دوی عاید او ګټې د دغه روغتیايي مرکز له ادرسه لېږدول کیږي.

د یادولو وړ ده، چې واک ته د طالب سرپرست حکومت له رسېدو سره په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه بهیر په یو شمېر ولایتونو کې د بودیجې او اسانتیاوو د نشتوالي له امله ګډوډ شوی دی.

Back to top button