د سوات ولسونه: خپلو سیمو کې به ترهګرو ته د اوسېدو ځای ور نه کړو

پنجره ورځپاڼه: د خیبرپښتونخوا په سوات سیمې کې ولسونو پراخ لاریون کړی دی.

د دغې سیمې ولسونه پرون لارو کوڅو ته راوتلي وو او د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز په ګډون د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې یې ویلي چې پهخپلو سیمو کې به د ترهګرو بیا ځلې ځای پر ځای کېدو مخه ونیسي.

ویل کېږي چې په‌دې لاریون کې سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

په ورته وخت کې په خیبرپښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم پر خپله ټویټر او فیسبوک پاڼو لیکلي چې ټاکل شوې نن د سواتپه لکي مروت سیمه کې هم  د امن په حق کې ولسي پاڅون وکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button