ننګرهار کې ولسونه ویجاړ شوی سړک بیارغوي

د ننګرهار ولسونه په خپل شخصي لګښت هغه سړک بیارغوي چې سېلاونو خراب کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ مامند سیمې ولسونو په خپل شخصي لګښت د فرعي سړک چې اورښتونو او سېلاونو له امله ویجاړ او تخریب شوی وو، د جوړېدو چارې یې پیل کړې دي.

سرچینه زیاتوي، د دې سړک په بیارغولو سره به د مکړني، باغ، سرخاب، خروي او نورو کلیو ترمنځ د تګ راتګ ستونزه حل شي.

دغه ولسونه وایي، چې د يادې ولسوالۍ مقام څخه تر شډل بازار او مامند پورې د فرعې سړک د جوړېدو منظوري هم شوي وه خو مسوولينو تر دې مهاله عملي اقدام نه دی کړی، هغوی له طالب سرپرست حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

Back to top button