جوزجان کې خلکو شل جریبه ځمکه ښوونځیو ته ورکړه

د جوزجان اوسېدونکو د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته د ښوونځیو د جوړولو لپاره شل جریبه ځمکه ورکړه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د جوزجان د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت اوسېدونکو دې رياست ته د جوزجان په مرکز او ولسواليو کې شل جريبه ځمکه په وړيا ډول د ښوونځيو د جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

د جوزجان د پوهنې رئیس محمد طاهر جواد د دغه اقدام هرکلی کوي او له خلکو څخه د دغه ډول همکاریو پر دوام ټینګار کوي.

ښاغلی جواد زیاتوي، چې اوس مهال په جوزجان کې ۴۳ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په کرايي کورونو یا هم خېمو کې زده کړې کوي.

Back to top button