Trending

پښتون سياستوال لطیف افریدی په پېښور کې ووژل شو

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ راپورونه ورکړي، چې د پېښور د محکمې پخوانی مشر او پښتون سیاستوال لطیف افریدی نن د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې په ډزو وژل شوی دی.

سرچينو ویلي، چې پر لطیف افریدي نن د پېښور په های کورټ کې د نامعلومو کسانو له لوري ډزې شوې دي او نوموړی يې وژلې دی، خو جیونیوز بيا د پاکستان ځايي پولیسو له قوله لیکلي، چې افریدی شپږ مرمۍ لګېدلی او پر هغه برید کونکی هم نیول شوی دی. پښتون سياستوال لطیف افریدی چې په لطيف لالا مشهور و پخوا د پېښور د محکمې مشر و.

دا لومړی ځل نه دی، چې په خیبرپښتونخوا کې پښتانه سیاستوال په نښه کېږي،‌ بلکې تر دې‌ د علي وزير ورور عارف وزير په ګډون ګڼ پښتانه سیاستوال وژل شوي دي.

Back to top button