د پکتیا جلغوزي ایټالیې ته صادرېږي

د پکتیا جلغوزي د یوه افغاني شرکت په لوګو ایټالیې هېواد ته صادرېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پکتیا سیمه ییز مسوولین وايي، چې سږ کال د دغه ولایت څخه ۱۸ ټنه جلغوزي د يوه افغاني شرکت په لوګو ایټالیې هېواد ته صادرېږي.

هغوی زیاتوي، چې په ‎پکتیا کې د رحیم ګردېزې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه د رحیم ګردیزي په لوګو اتلس ټنه پروسس شوي جلغوزي ایټالیې هېواد ته صادرېږي چې د صادرېدو بهیر یې پيل شوی دی.

تر دې وړاندې هم د پکتیا خوست او یو شمېر نورو ولایتونو جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

Back to top button