سږکال د پاکستان د اقتصاد د ۵۰ فیصده ودې اټکل شوی دی

پنجره ورځپاڼه: د پیسو نړۍوال صندوق اټکل کوي چې، د پاکستان کمزوری اقتصاد به سږکال یوازې پنځوس سلنه وده وکړي. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کې د پاکستان اقتصادي وده ۶ سلنه وه.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پیسو د نړۍوال صندوق د نوي راپور له مخې چې پرون خپور شو خبر ورکوي چې، په ۲۰۲۳ کال کې به د پاکستان تورم ۲۷ سلنه وي او اټکل کوي چې د بې‌کارۍ کچه به هم لوړه شي.

پاکستان ته تېرکال د درنو سېلابونو په نتیجه کې شاوخوا دېرش میلیارد ډالره زیان واوښت او په عین حال کې د خپلو پورونو د نه پرې کولو له کبله له ستونزو سره مخامخ دی. پروسږنیو سېلابونو له ۱۷ سوو زیات کسان هم مړه کړل.

ظاهر څراغ

Back to top button