کابل کې د پاکستان شارژدافير له وسله‌وال بريد ژوندی وتلی

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په يوه ټويټ پيغام کې منلې‌ چې په کابل کې يې د هېواد په شارژدافير عبيدالرحمن نظاماني وسله‌وال بريد شوی او نوموړی ترې ژوندی وتلی دی.

شهباز شریف په کابل کې د خپل سفارت هغه ساتونکی هم ستایلی چې د شارژدافير نظاماني يې سمه ساتنه کړې او هغه يې له مرګ ژغورلی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزير له طالبانو د دې پېښې د هراړخیزو څېړنو غوښتنه هم کړې ده. د ځایي رسنيو د خپاره شویو معلوماتو له مخې په دې برید کې یو پاکستانی ټپي شوی دی.

ځینو پاکستاني رسنيو ويلي، چې پر شارژدافير عبیدالرحمان نظاماني وسله‌وال برید کابل کې د پاکستان سفارت ته نږدې له یوې ودانۍ شوی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کابل کې د پاکستان پر سفارت شوی بريد په کلکه غندلی دی. تر دې دمه د دغه بريد مسووليت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

Back to top button