دېره اسماعيل خان کې پر پاکستاني پوځيانو برید شوی

پاکستاني رسنۍ وايي، چې په دېره اسماعيل خان کې پر عسکرو بريد شوی او پنځه تنه يې وژلي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د پېښور په دېره اسماعيل خان کې د پاکستاني عسکرو د موټرو پر کاروان برید شوی، چې له امله يې پنځه تنه مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.

دغه رسنۍ د‌ ځايي خلکو له حوالې وايي، پوليس د ګزمې په مهال کې وو، چې لومړی پرې د راکټ او وروسته د سپکو وسلو ډزې پيل شوې دي.

پاکستاني چارواکي دا پېښه تاييدوي، د پنځو مړو او اووه نورو ټپيانو خبر ورکوي. د رسنيو د راپورونو له مخې پرون هم همدې سيمې ته نږدې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي وو.

بلخوا بيا امنيتي اداره وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي او لسګونه نور یې ټپيان شوي دي.

په تېرو څو مياشتو کې، پر پاکستاني عسکرو بريدونه‌ زيات شوي او ګڼ شمېر یې دې ته اړ شوي، چې دندې پرېږدي. د رسنيو د معلوماتو پر بنسټ، تر ډېره د دغو بريدونو مسووليت پاکستاني طالبان يا ټي ټي پي پر غاړه اخلي.

Back to top button