خیبرپښتونخوا کې پر پاکستاني پوځيانو برید شوی

پاکستاني رسنۍ وايي، چې شمالي وزيرستان کې یې پر پوځيانو ځانمرګی برید شوی او لسګونه تنه يې ټپيان کړي دي. 

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د دغه هېواد خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې تېره ورځ د ملېشه پوځيانو د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید شوی او له امله يې ۲۱ سرتيري ټپيان شوي دي.

امنیتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط د دغه هېواد رسنيو ته ويلي، چې د ملېشه پوځيانو يو کاروان له بنو څخه مير علي سیمې ته روان و او د لارې په اوږدو کې پرې ځانمرګی برید وشو.

د دغه ځانمرګي بريد په اړه نور جزییات په لاس کې نشته، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو يې مسوولیت پر غاړه اخيستی او د ګڼ شمېر پوځيانو د وژل او ټپي کېدو ادعا کړې ده.

Back to top button