پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د پېښور برید په تړاو يې ځيني کسان نيولي

پنجره ورځپاڼه: د فرانسې خبري اژانس د پاکستانيو چارواکو له قوله وایي، چې د پېښور ښار د پولیس لاينز سيمه کې په يوه جومات کې د چاودنې په تړاو ۲۳ شکمن کسان نیول شوي دي.

 د پېښور ښار د پولیسو یو ځایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې دوی همداراز په دې هکله څیړنې کوي چې آیا چا د پولیسو د مرکز له منځه د برید له ترسره کولو سره همکاري کړې او که نه.

تېره دو شنبه یو ځانمرکي برید کوونکي د پيښور ښار د پولیسو لاينز سیمه کې چې یو ډیر حساس مرکز دی، په داخلیدو سره وکولای شول، چې خپل چاودیدونکي توکي د لمونځ کوونکو ته د لمونځ کوونکو په منځ کې والوزوي او له امله یې تر ۱۰۰ زيات کسان ووژل شول او ۲۲۵ نور يې هم ټپيان شول.

په دې چاودنه کې پر پوليسو یو دیوال هم راوغورځید، چې زيات شمېر یې ترې لاندې شول. سرچينه زياتوي، چارواکي همدارنګه په دې اړه څیړنېې پيل کړي، چې څنګه یو بریدګر وکولای شي، دې مهم مرکز ته ننوځي هغه ځای چې د ترهګرۍ سره د مبارزې د استخباراتو یو مرکز هم پکې دی. د پاکستان حکومت، تحریک طالبان پاکستان ددې برید مسول ګڼي، خو دې ډلې بيا په دې برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button