پاکستاني رسنۍ:خيبر پښتونخوا کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني سرچینې خبر ورکوي چې، د خيبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې له وسله‌والو سره په نښته کې درې پوهٔیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ يوه چارواکي رسنیو سره په شریک شویو معلوماتو کې، د دې نښتې پر مهال د ۷ تنو وسله‌والو د وژلو ادعا هم کړې ده. د راپورونو پراساس، تېره شپه ناوخته وسله‌والو د لکي مروت پر پوسټ ګرېجوېټ کالج، چې د سرحدي ځواک او پوځ کمپ په‌کې جوړ دي، بريد وکړ.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، پر دې مهال د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه تر ډېره اورېدل کېدل. تر دې وړاندې پوځ او پولیسو په لکي مروت کېګډ عملیات کړي وو او ادعا یې کړې وه چې  دا سیمه یې له وسله‌والو پاکه کړې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button