پاکستان رسنۍ: د خیبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې يو عسکر مړ شوی دی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبرپښتونخوا ایالت په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس ياده پېښه تېره ورځ د جنوبي  وزیرستان په سراروغه تحصیل سیمه کې شوې ده.

پاکستاني پوځ بيا  تر دې دمه څه نه ويلز، خو هاخوا د پاکستان تحریک طالبان يا (ټي پي پي) د دغه برید پړه منلې منلی او پوځ ته یې د درنې مرګ‌‌ژوبلې د اوښتو ادعا کړې ده.

خیبرپښتونخوا کې دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې په دې وروستیو کې، د پاکستاني طالبانو له لوري د خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د دغه هېواد پ بریدونه زیات شوي چې ورسره د یادو سیمو د اوسېدونکو اندېښنې یې هم زیاتې کړې دي.

Back to top button