پاکستان د ډيموکراسۍ په سرمشريزه کې ګډون نه کوي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان حکومت ويلي چې، په روانه اوونۍ کې د امريکا متحدو ایالتونو په نوښت د ډیموکراسۍ په نوم سرمشریزه کې ګډونه نه‌کوي.

پاکستان دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې د امريکا ولسمشر جوبایډن د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو مشرانو ته په دې غونډه کې چې نن او سبا په واشنګټن کې جوړېږي، د ګډون بلنه ورکړې ده. د يادې غونډې مشري به امریکا له کوستاریکا، هالنډ، جنوبي کوریا او زامبیا سره په ګډه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د امریکا او د غونډې د نورو تنظیموونکو مننه کړې؛ خو ویلي یې دي چې، پاکستان به د ډیموکراسۍ د اصولو د ترویج او پیاوړتیا په برخه کې له امریکا او د غونډې له نورو ګډونوالو سره دوه اړخیزه همکاري ته دوام ورکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button