د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: عمران خان دې ونیول شي

پنجره ورځپاڼه: په داسې حال کې چې پولیسو د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان کور محاصره کړی دی، تازه د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي، چې عمران خان باید ونیول شي.

هغه دا خبرې له یو پاکستاني خصوصي تلوېزیون اج نیوز سره تېره شپه ناوخته په یوه مرکه کې کړې دي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي: “د عمران خان پرضد قضیې ثبت شوي او هر څه په کې ثابت دي.”

په همدې حال کې عمران خان له الجزیرې تلوېزیون سره په مرکه ویلي، پولیسو يې د لاهور په زمان پارک کې کور کلابند کړی دی او غواړي چې بیا يېونیسي. عمران خان یو ځل بیا اعاده وکړه چې د هغه پر ضد ټولې ثبت شوې قضیې سیاسي انګېزه لري.

ظاهر څراغ

Back to top button