پاکستان د افغانستان شارژدافير احضار کړی دی

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې تېره ورځ پر سپین بودلک – چمن د نښتې له کبله د افغانستان شارژدافیر يې احضار کړی دی.

همداراز د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان شارژدافیر ته یې په سپین بولدک – چمن کې د طالبانو لخوا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان سخته غندنه او احتجاج څرګند کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې پرون د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې پاکستاني عسکرو یو ځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو ډزې کړې وې او نښته یې کړې وه.

Back to top button