پاکستان آصف علي دُرانی د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره اصف علي درُانی د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې خبر پخلی کړی. له دې سره جوخت د یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چېښاغلی درُاني پرون د سې شنبې په ورځ د پاکستان بهرنیو چارو له سکرترې حنا رباني کهر سره هم لیدلي دي.

تر دې وړاندې محمد صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله، چې د تېرې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه یې پرخپله ټویټرپاڼه یوه خپاره شوي بیان کې لیکلي و، چې خپله استعفاء یې حکومت ته وړاندې کړې ده او نور نه غواړي د دغه مسؤلیت چارې پر مخ یوسي.

ظاهر څراغ

Back to top button