کاپیسا کې د پژواک خبریال نادرکه شوی

په کاپیسا ولایت کې د پژواک خبري اژانس یو خبریال نادرکه شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، کاپیسا ولایت کې د عبدالحنان محمدي په نوم د پژواک خبري اژانس خبریال نادرکه شوی دی.
د نوموړي خبریال کورنۍ وایي، نوموړی تېره ورځ له خپل ملګري سره د راپور د چمتو کولو په موخه له کوره وتلی، چې د کاپيسا ولایت حصه اول ولسوالۍ کې نادرکه شوی دی.

عبدالحنان محمدي په کاپيسا ولایت کې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې مرستیال هم دی.

Back to top button