اللو للو وطنه

اللو للو وطنه

شاعر: پیرمحمد کاروان

اللو للو وطنه اللو للو
ماته دې په زړه کې ستنه اللو للو.

چا دې پر مخ و تاړه د مینې امن ور
خوب دې تښتېدلی دی له درده د پرهر
خدای دې وکړي ستا ساتنه اللو للو
اللو للو وطنه اللو للو.

ستا د ښمن دې خوار شي که وي سور کافر ذلیل
یا تور منافق په زړه، کم ظرفه او بخیل
داغ دې نه شي ستا لمنه اللو للو
اللو للو وطنه اللو للو.

ستا له اوښکو ډک دي راڼه ستوري د آسمان
تک سور دې په وینو سور کمیس دی د الوان
یه په محبت میَنه اللو للو
اللو للو وطنه اللو للو.

بیا چې شي را پورته له سجدو نه په قیام
ستا ګېډۍ ګېډۍ رنګین ګلونه د هر قام
وکړي د یووالي ژمنه اللو للو
اللو للو وطنه اللو للو.

واغوندې له سره تکې شنې جامې د ژوند
بېرته چې بیا راشي له دنیا نه تللی خوند
یه معشوقه روحه تنه اللو للو
اللو للو وطنه اللو للو.

هله شه غزل غزل سرود سرود روان
شه ښکلی څاروان د خپلې مینې د کاروان
ومنه زما بلنه اللو للو
اللو للو وطنه اللو للو.

Back to top button