د اسلامي همکاریو سازمان: ښځو ته په زدهکړو ونډه زياته کړئ
پنجره ورځپاڼه: د اسلامي همکاریو سازمان له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې په زدهکړو کې د ښځو زياته کړي. د یاد سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاهه د دې سازمان له غړیو هېوادونو او اړوندو بنسټونو غوښتي دي، چې د ښځو او نجونو د حقونو د تضمین او علم او ټکنالوژۍ ته د هغوی د لاسرسي په برخو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
نن د فبرورۍ ۱۱ ده چې د علم او ټکنالوژۍ ورځې سره سمون لري. له دې سره جوخت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش هم د دې ورځې په مناسبت له ټولې نړۍ غوښتي، چې ښځو ته دې له جنسيتي پلوه په برابره توګه ، سائنس او ټېکنالوجۍ کې ونډه ورکړل شي.
نړۍوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه دا غوښتنې داسې مهال کوي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر باندې د زدهکړو او کار بنديزونه لګولي، چې په دې سره د دغو بنديزونو پر وړاندې يې ګڼ غبرګونونه راوپارول شوي دي.