د روغتیا نړۍوال سازمان:اکثرو زلزله ځپلو ته لا هم مرسته نه ده رسېدلې

د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له خونړۍ زلزلې يوه مياشت وروسته لا هم زیانمن شوي کسان د لومړنيو مرستو په تمه دي.

د دغه سازمان په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د جولای د اتلسمې نیټې د زلزلې وروسته ټکانونو زیربنا ته ډېر زیان اړولی، له خټو جوړ کورونه ډېر زیانمن شوي او د نړېدو خطر یې ډېر دی. د پکتیکا په ګیان او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي خو بیارغول شوي نه دي.

په راپور کې دغه راز راغلي چې سېلابونو پلونه او سړکونه هم ویجاړ کړي او ورځنی ژوند او مرستندویه کارونه یې ګډوډ کړي دي. د سړکونو خراب حالت د ترافیکي پېښو او زیانمنو سیمو ته د نه رسیدو ستونزې نورې هم ډېر کړې دي.

Back to top button