ايران کې له افغان کډوالو سره روان چلند

ايران په اجباري توګه افغان کډوال له خپلې خاورې اوباسي.

د رسنيو د راپورونو پر بنسټ ايران په تېرو څو ورځو کې په اجباري توګه افغان کډوال له خپلې خاورې اوباسي او دا لړۍ همداسې روانه ده. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې تر زرو ډېر افغان کډوال ايستلي دي.

په ايستل شویو کې ګڼې کورنۍ او همدارنګه انفرادي اشخاص هم موجود دي. له نيمروز څخه يوې معتبرې سرچينې پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې شاوخوا ۱۵ سوه کسان ايراني عسکرو په زوره له خپلې خاورې وباسل او دا لړۍ يې په چټکۍ سره روانه ده.

ايران په دې وروستيو ورځو کې د افغان کډوالو د ثبت لړۍ پيل کړې ده، خو داسې ښکاري چې په دې سره ځانته د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ اسانه کوي.

ايران تل په ظاهره بڼه د یو ښه ګاونډيتوب دعوه کوي، خو له افغان کډوالو سره ناوړه چلند يې دا په ډاګه کوي، چې دغه هېواد هېڅکله د افغانستان پر وړاندې ښه نيت نه لري.

Back to top button