پاکستان کې روانې ناندرۍ او ټاکنې

ټاکل شوې، چې نن دو شنبه د پاکستان پارلمان د دغه هېواد نوی صدراعظم وټاکي.

د‌ پاکستان پارلمان کې به نن دوشنبه د دغه هېواد د نوي صدراعظم لپاره ټاکنې ترسره کېږي، چې د اپوزېسیون ګوندونو له لوري د عمران خان د‌ بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قريشي او د مسلم ليګ مشر ميا محمد شهباز نومول شوي دي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې به نن د ماسپښين دوه بجې غونډه جوړه او په ترڅ کې به يې د دغه هېواد درويشتم لومړی وزير وټاکل شي.

له دې سره جوخت په دغه هېواد کې له تېرو څو ورځو را په دېخوا د پخواني صدراعظم عمران خان پلويان واټونو ته راوتلي او  پراخو لاريونونو ته يې مخه کړې.

په ورته وخت کې  بيا عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې یوازې په پاکستان کې نه؛ بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دې خپل لاریونونه پراخ کړي او د امریکايي دسیسې پر وړاندې دې غبرګون وښیي.

په پاکستان کې سياسي کړکېچ وروسته له هغې زور واخيست، چې پارلمان په دغه هېواد کې عمران خان له واکه لرې کړ او د بيا ځلې ټاکنې ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

Back to top button