غور کې د ځمکې پر سر شخړې له کبله یو کس وژل شوی دی

پنجره ورځپاڼه: د غور سیمه‌ییزو رسنیو ویلي د دغه ولایت په فیروز کوه ښار کې د ګاونډیانو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې یو تن وژل شوی دی.

په غور کې ځايي رسنیو ویلي، چې تېره ورځ د وري ۲۲مه د غور د فیروز کوه ولسوالۍ اړوند د «جري چقور» په کلي کې یو کس د ځمکې پر سر د شخړې له کبله وژل شوی دی.

  د سرچينې په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ضياءالحق په نوم يو تن د ځمکې پر سر د جګړې پر مهال د خپلو درېيو ګاونډيانو له خوا په ډزو ووژل شو.

سرچینې زیاته کړې، چې د دې پېښې په تړاو درې تنه نيول شوي او په اړه يې نورې پلټنې روانې دي. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې پر سر تاوتریخوالی څو څو ځله د مرګ ژوبلې سبب شوی دی او د تېر کال په اوږدو کې په ګڼو ولایتونو کې د ځمکې پر سر د شخړو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button