یو سهار
یو سهار
لیکوال: استاد عبدالغفور لېوال
یو سهار چې ته راپاڅې
او هیندارې ته و ګورې
نو د ځان په شان یو څوک به درته موسک وي
یو ناڅاپه به دې سترګو لاندې پام شي
چې حلقه حلقه لوېدلي
نوې ګونځې سترغلو لاندې پیدا وي
یو سهار چې ته راپاڅې
او هیندارې ته وګورې
لږ څه نور هم ځان ته ځیر شي
په ویښتو کې به دې سپین دومره ډېر وینې
چې باور پر خپلو سترګو به دې نه شي
نو بیګاه خو داسې نه و؟
دا پرون مې په هینداره کې چې ځان کوت
په ویښتو کې مې د تورو شمېر لا زیات و…؟!
یو سهار چې ته راپاڅې
د هیندارې دروغجنې له کتو به دې زړه تور شي
ژر به لاس کړې او عینکې به راواخلې
چې لږ ځیر شي، ځان وګورې
نو ریښتیا هرڅه بدل وي.
له عینکو به دې هم زړه مرور شي
ټیلیفون پسې به ګرځې، چې “هغې” نه تپوس وکړې:
” اې!
ریښتیا زه یم همداسې؟!”
خو چې ګورې،
تیلیفون کې به دې نوم د “هغې” نه وي.
–