کاپیسا کې د اوبو پرسر شخړه کې یو کس وژل شوی

د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړه کې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي شوی دى.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په تاتارخېلو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د څاه د اوبو پر سر شخړه رامنځته شوې ده چې له امله يې يو تن وژل شوى او بل ټپي شوی دى.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فیض وایي، چې وژل شوی کس نقیب الله نومېږي او ۸۰ کاله عمر لري.

نوموړی زیاتوي چې دغه کس د اجمل په نوم د یوه کس له لوري د چړو په وهلو وژل شوی دی.

Back to top button