د اسلامي همکاریو سازمان: په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوو

د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړۍوال سازمان له افغانستان سره د همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوو.

د سرچینو د معلوماتو پربنسټ د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازي د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په یاده لیدنه کې د اسلامي همکاریو استازي طارق علي “بخیت” ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان او ټول هېوادونه په افغانستان کې د امن او ثبات غوښتونکي دي او هیله لري چې وکولای شي په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

Back to top button