اوچا: د ژمي په سړه هوا کې خلکو ته د مرستې رسونې لپاره ښځينه کارکوونکو ته اړتيا لرو

پنجره ورځپاڼه: اوچا يا د ملګرو ملتو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې ويلي، د دې لپاره چې په دې سړه هوا کې دوی ډاډ ترلاسه کړي، چې مرستې یې غربت ځپليو ښځو او بې سرپرسته ماشومانو ته په سمه توګه رسېږي،نو ښځینه کارکوونکو ته سخته اړتيا لري.

 اوچا همداراز ویلي، چې له بېوزلو سره د کمپلو او د ژوند ژغورولو نورو ضروري وسایلو مرستې کوي. بلخوا له دې سره جوخت د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې روانه اونۍ د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د سړې هوا اټکل کړی دی.

دا په پرلپسې څوم ځل دی، چې اوچا يا د ملګرو ملتونو د همغږۍ اداره، له طالبانو د ښځينه کارکوونکو لپاره د اجازې غوښتنه کوي، خو طالبان بيا په دې اړه چپ دي او څه نه وايي.

اوچا دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې دوه اونۍ وړاندې طالبانو لومړی پر ښځو د زده‌کړو او ورپسې د کار بندیز جلا جلا فرمانونه صادر کړل، چې په کور دننه او بهر يې توند غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button