اوچا: سل ګونه زره افغانان کاري فرصت نه لري

اوچا وايي، افغانستان کې ۲۵ ميليونه وګړي له غربت سره مخ دي زرګونو تنو خپل کاروبار له لاسه ور کړی. 

اوچا يا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر پ خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې  افغانستان کې ۲۵ میلیون وګړي له غربت سره مخ دي او شاوخوا ۹سوه زره کسان بې کاره شوي دي.

اوچا په دې خپاره شوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان خلک لا هم بېړنیو نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري او په کار ده، چې نړۍواله ټولنه ژر تر ژره لاس په کار شي.

همدا راز د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې له افغانانو سره د مرستو کچه له هر اړخه بې سارې وه، خو پر دې سربېره لا هم د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په راپور کې دا هم ليکل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال د جون تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک له نړۍوالو مرستو برخمن شوي او د میلیونونو خلکو ژوند ښه شوی دی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري چارو همغږي کوونکي رامز الکبروف وايي، چې په دغه هېواد کې د خلکو د اړتیاوو کچه د بشري فعالانو تر اټکل څو چنده زیاته شوې ده.

دا راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته سلګونه زره کسانو خپلې دندې او کاري فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې ګڼو نورو نړۍوالو بنسټونو او ادارو هم د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعيت خورا ترینګلی ښودلی.

Back to top button