اوچا: افغانستان کې د تېرو دریو لسیزو پرمهال ماین چاودنو زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

پنجره ورځپاڼه: د سره صليب نړۍوالې کمېټې د ماين پاکۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې ماينونه او ناچاودېدونکي توکي هر کال په افغانستان کې د سلګونه خلکو ژوند اخلي.

دغې ادارې ویلي چې د دې پېښو د مخنیوي لپاره به په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو په اړه باید عامه پوهاوی زیات شي. دغه راز پېښو ته د رسېدو په برخه کې د طالبانو وزارت وايي، چې د ماین پاکۍ په برخه کې ټولې نړۍوالې موسسې کولای شي، په افغانستان کې له دوی سره مرسته وکړي. دې وزارت ویلي، چې دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د معلوماتو له مخې افغانستان د ناچاوده توکو له اړخه په نړۍ کې دویم خطرناکه هېواد دی چې په زیاته اندازه ناچاوده توکي یې لا هم د خلکو ژوند اخلي.

دا اداره همداراز وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د چاودېدونکو توکو د شنډولو، ماينونو د پاکولو، د خطر په اړه د پوهاوي او د ژوندي پاتې شویو د ملاتړ لپاره ۱۸.۳ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده. ويل کېږي چې د افغانستان ۶۰۶ مربع کيلومټره خاوره په ماين او چاودېدونکو توکو ککړه ده.

ظاهر څراغ

Back to top button