اوچا: افغانان د وچکالۍ له امله اغيزمن شوي

اوچا وايي، چې په افغانستان کې روانې وچکالۍ خلک سخت اغېزمن کړي دي. 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې روانې وچکالۍ خلک سخت اغېزمن کړي دي.

همداراز دغه اداره په خپل تازه خپاره شوي راپور کې زياتوي، چې افغانستان کې وچکالي د توکو بيو د لوړېدو لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره دا راپور داسې مهال خپروي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې په بې ساري توګه لوړې شوې دي.

دامهال د هېواد په بازارونو کې د يوه من غنمو بیه ۳۰۰ افغانۍ، يوه بوجۍ بوره ۲۷۰۰افغانۍ او يوه ۵ لېتره بوشکه غوړي نږدې ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت په راتګ سره نه يوازې د خوراکي توکو؛ بلکې د سون او نورو توکو بیې هم لوړې شوې دي.

Back to top button