اوچا: افغانستان په بي ساري ‌توګه د خوړو د نه مصونیت سره مخ دی

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، چې په افغانستان کې د بشري لومړنیو مرستو د دوام لپاره د ۲ میاستو په مودهکې ۷۱۷.۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیاو په اړه په خپل یوه راپور کې ویلي اوس مهال افغانان په بي ساريډول د خوړو د نه مصونیت، دخوارځواکۍ او د څښلو د اوبو له کمښت سره مخ دي. یادې ادارې ویلي، چې له اپریل میاشتې څخه د جون تر میاشتې پورې یوازې د خوړو د مصونیت اود کرهڼې په برخه کې ۴۸۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د اوچا د دې غوښتنې په وړاندې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په پیل کې په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو وګړو لپاره د خپلو پروګرامونو او بشري مرستو ددوام لپاره له نړۍوالۍ ټولنې څخه د د څه باندې ۴ ميلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه.

ظاهر څراغ

Back to top button