ننګرهار کې‌ ګڼ شمېر وسلې نیول شوي

په ننگرهار ولايت کې د‌ سرپرست حکومت د استخباراتو ریاست ځواکونو گڼ شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي نیولي دي.

د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولین وایي، چې د استخباراتو ځواکونو د يو لړ عملياتو پرمهال د دغه ولايت یو شمېر سيمو کې وسلې او نظامي تجهزات ترلاسه کړي دي.

د استخباراتي رياست معلوماتو له مخې په دغو وسلو کې يو میل دهشکه، يو میل فیکا، يو میل راکټ، ۲۴ میله کلاشینکوف او ۳ میله اېم ۱۶(M16) ټوپکونه هغه وخت نیولي چې قاچاق کوونکو غوښتل د تورخم له لارې یې پاکستان ته ولېږدوي.

د استخباراتو رياست همداراز زياتوي، چې د نيول شويو وسلو په تور یې شپږ تنه نیولي چې له لومړنیو څیړنو وروسته یې قضایي ارګانونو ته هم سپارلي دي.

Back to top button