نیکلاسن: د طالبانو نوی بندیز د ۲۸ میلیونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن وايي چې د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو نوي بندیز افغانستان ته د بشري مرستو او د شاوخوا ۲۸ میلیون اړمنو افغانانو یوې لویې برخې ته د اساسي خدماتو د رسولو چارې له ګواښ سره مخامخ کولای شي.

نیکلاسن تېره ورځ په خپله ټويټر پاڼه په یوه تازه بیان کې په دې هکله څرګندونې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د سې شنبې په ورځ ویلي، چې د طالبانو چارواکو دوی ته خبر ورکړی چې د دغه سازمان په دفترونو کې د هېڅ مېرمنې لپاره د کار اجازه نه شته.

بلخوا د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل پرون د دې ټولنې د غړو هېوادونو په استازولۍ د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لیرې کړي.

ظاهر څراغ

Back to top button