نيوزيلنډ له پاکستان څخه په خپل کور کې د يو ورځينيو لوبو سریز وګاټه
پنجره ورځپاڼه: د نيوزيلينډ کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان په کوربه توب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې څخه د درېوو يو ورځينيو لوبو سریز ۲-۱ وګاټه.
نيوزيلنډۍ لوبډلې تېره شپه د دې سريز په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په دوو وېکټو ماته ورکړه او دا لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.
پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې په دې وروستۍ لوبه کې نيوزيلنډ ته د ۲۸۱ منډو هدف ورکړی و چې نيوزيلنډۍ کرېکټ لوبډلې وکولای شول دغه هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په ۴۹ اور کې ترلاسه کړي. ډېوېډ کانوې د دې لوبو د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.