نيويارک ټايمز: طالبانو سلګونه سرتېري وژلي او لادرکه کړي دي

نيويارک ټايمز ليکي، چې طالب حکومت د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د پخواني نظام سلګونه سرتېري او ملکي کارکوونکي وژلي او يا يې هم لادرکه کړي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يو تازه څېړنيز راپور له مخې ويلي، چې په دغو وژل شويو او ورکو کسانو کې د‌ پخواني نظام د سرتېرو خپلوان او کورنۍ غړي شامل دي.

دغه رسنۍ وايي، چې د دې څېړنيز راپور په چمتو کولو کې يې، د‌ طالبانو له لوري ۴۹۰ نظاميانو د وژلو او لادرکه کېدو ټول موارد بېل بېل څيړلي دي. ياده رسنۍ زياتوي، چې په دې راپور کې يې د عیني شاهدانو، د قربانيانو کورنيو او د بشري حقونو ملاتړ ټولنو له معلوماتو څخه ګټه اخيستې ده.

د راپور له مخې، دغه سلګونه شمېر کسان د طالبانو له لوري د افغانستان په ۳۲ ولاياتو کې وژل شوي او يو شمېر نور يې لا هم لادرکه دي. د معلوماتو پر بنسټ، يوازې ۸۶ کسان، چې د پخواني جمهوري نظام سرتېري وو، په بغلان ولایت کې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، چې طالبانو د عمومي عفوې په نوم د پخواني حکومت سرتېري لومه کې واچول او دا عفوه يې هسې يو دروغ وه.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم خبر ورکړی و، چې طالبانو په افغانستان کې د پخواني نظام ۱۰۰ تنه سرتیري وژلي دي.

طالب سرپرست حکومت بيا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د دې راپور په هکله څه نه دي ويلي.

ظاهر څراغ

Back to top button