نيويارک ټايمز: هره ورځ سلګونه تنه افغانان ايران ته اوړي

هره ورځ سلګونه تنه ځوانان په دې هڅه کې دي چې ایران ته له قاچاقي لارو واوړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په يو راپور کې ویلي، چې په دې وروستیو څو میاشتو کې له افغان خاڅ شاوخوا یو میلیون کسان وتلي دي او لا هم سلګونه تنه هڅه کوي څو له قاچاقي لارو ګاونډیو هېوادونو ته واوړي.

راپور راغلي چې په هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده نو له همدې کبله زرګونه افغانان هڅه کوي د کار او مزدورۍ لپاره ګاونډیو هېوادونو یا اروپا ته ځانونه ورسوي.

هاخوا اروپايي هېوادونو هم اندېښنه ښوودلې چې ښایي د هوا په ګرمېدو سره لا ډېر کډوال له افغانستان د اروپايي هېوادونو ته راشي.

ایران ته تللو مسافرو بیا ویلي، چې د ایراني حکومت له سخت ناوړه چلند سره مخ کېږي او ان په ځينو مواردو کې پر مسافرو ډزې کوي او وژني یې.

ایران بیا په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د پیدا کولو او را اړولو عملیات پيل کړي دي او هڅه کوي دوی بېرته افغانستان ته واستوي.

ظاهر څراغ

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button