لوکر کې نوي ښوونکي په دندو ګمارل کېږي

په لوګر کې ۴۲ ښوونځیو ته ۸۸ نوي قرار دادي ښوونکي پر دندو ګمارل کېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولايت د برکي برک ولسوالۍ د نجونو او هلکانو په ۴۲ ښوونځیو کې د ۸۸ نارینه او ښځینه قراردادي ښوونکو د ګمارنې ازموینه واخیستل شوه.

د هغوی په وینا دا ښوونکي د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې، په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې هواري او هم د درسي کیفیت د لوړولو په موخه د آی.آر.سي موسسې په مالي لګښت ګومارل کېږي.

په یاده رقابتي ازموینه کې، د ۷۰ ښځو په ګډون ۴۱۰ کسانو ګډون کړی وو، چې له ډلې به یې ۱۵ ښځینه او ۷۳ نارینه د ښوونکو په توګه مقرر شي.

Back to top button