د طالبانو نوی فرمان

د طالبانو سرپرست حکومت په نوي فرمان کې خپلو مسؤلینو ته امر کړی چې بې ضرورته په زیاتو لګښتونو د دوهم، درېیم او څلورم واده مخه دې ونیول شي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏رهبر د امربالمعروف وزارت ته دنده سپارلې چې په زياتو لګښتونو له بې ضرورته دوهم، درېیم او څلورم واده څخه دمسؤلینو دمنعه کولو په اړه هدايات چې په ۱۱۵ج٦ گڼه فرمان سره صادر شوي،په جدي ډول تعقيب کړي.

په فرمان کې راغلي، چې سرغړونکي په نښه او وخت په وخت دمشرتابه مقام ته خپل راپور وړاندې کړي.

Back to top button