د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امریکا تازه څرګندونې

امريکا وايي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په لارو چارو کار کوي. 

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس يوه خبري کنفرانس ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې د دوی حکومت لګيا دی او په دې کار کوي، څو وکولای شي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادولو په اړه لاره چاره جوړه کړي.

هغه ويلي، چې د امريکا حکومت پوره هڅه کوي، څو د افغانستان د کنګل شوې شتمني په هکله راپورته شوې اندېښنې لرې کړي او ټول تمرکز به یې پر دې وي، چې دا پيسې په خپلو اساسي برخو کې مصرف او تنظيم شي.

دغه راز نوموړی زياتوي، د امريکا حکومت يو تخنيکي او متخصص ټيم ته دنده سپارلې، چې د دې پيسو د  ازادولو په لارو چارو وغږېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ويلي، چې له دې کار یې موخه د اقتصادي زیربناوو ساتل او بشردوستانه مرستې دي.

د يادونې ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له څرګندونو وړاندې امریکا او طالب سرپرست حکومت چارواکو په دې وروستیو کې په دوحه کې د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو خبرې کړې دي او ټاکل شوې چې ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

Back to top button