ترکيه کې د داعش ډلې نوی مشر نیول شوی

ترکيه وايي، چې د داعش ډلې نوی مشر حسن الهاشمي يې نيولای دی.

د‌ ترکيې اودا ټلويزيوني شبکې د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې د دغه هېواد پوليسو په استانبول ښار کې د داعش ډلې نوی مشر حسن الهاشمي نیولای دی.

همداراز دغه ټلويزوني شبکه زياتوي، چې پوليسو د عملياتو پر مهال يو ډز هم نه دی کړی او په ښه تکتیک سره يې د‌ داعش ډلې یاد مشر نيولی دی.

راپور کې راځي، چې د ترکیې استخباراتي ادارې د داعش ډلې مشر نه تحقيقات پيل کړي او ولسمشر رجب طیب اردوغان به هم په دې تړاو نږدې وخت کې رسنيو سره بشپړ جزیات شريک کړي.

په ورته مهال بلومبرګ خبري اژانس د‌ ترکيې يو دولتي لوړپوړي چارواکي له قوله ويلي دي، چې د استانبول پوليسو په دغه ښار کې د داعش ډلې مشر نیولای دی، خو وايي دې لوړپوړي چارواکي د خپل نوم له څرګندولو ډډه کړې.

هاخوا بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند‌ نيډ پرايس هم د جزياتو له شريکولو پرته ويلي، چې ترکي پولیسو د داعش ډلې نوی مشر نیولای دی.

Back to top button