له افغانستان سره د نړۍوالې تازه مرسته

نړۍوالې ټولنې تازه له افغانستان بانک سره د ۴۰ ميليونه ډالرو مرسته وکړه.

له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې نن د ۴۰ میلیونه امريکايي ډالرو نغدي بشري مرستو بله کڅوړه هم کابل ته راورسېده او افغانستان بانک ته وسپارل شوه.

هاخوا د افغانستان بانک د دې مرستو د مننې تر څنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي دي، چې په نورو برخو کې هم له دوی سره مرسته او تعامل او وکړي.

همدا راز د افغانستان بانک د دې ترڅنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې خپلې ټولې بشري مرستې د بانکي سکټور له لارې افغانستان ته راولېږي.

د يادونې وړ ده، چې دا په روانه اونۍ کې د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو دویمه کڅوړه ده، چې افغانستان ته رالېږل کېږي او د دغه هېواد مرکزي بانک ته يې سپاري.

Back to top button