د طالبانو له لوري نوې ګمارنې

د طالبانانو له لوري په یو شمېر ولایتونو کې نوې ګمارنې ترسره شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې نوې ګمارنې تر سره شوې.

هغه زیاتوي. چې د هلمند پخوانی مرستیال مولوي حزب‌الله د بغلان ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی، ملا احمدالله مبارک د بغلان د والي د مرستیال په توګه، د بغلان مخکنی والي قاري بختیار د کندز د امنیه قومندان په توګه او د کندز ولایت پخوانی امنیه قومندان قاري بدر د سمنګان ولایت دامنیه قومندان په توګه وګومارل شول.

Back to top button