سوډان کې د نښتو له امله نږدې ۶۰ تنه وژل شوي دي

پنجره ورځپاڼه: د سوډان رسنیو راپورونه ورکړي، چې په دغه هېواد کې د نښتو له کبله په تېرو ۲۴ساعتونو کې نږدې ۶۰ تنه وژل شوي او تر ۶ سوو نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، چې د سوډان د عامې روغتیا کمېټې له ښکېلو لورو څخه غوښتي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او د دغه هېواد استثنایي شرایط په پام کې ونیسي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام هم ویلي، چې په دغو نښتو کې د دوی درې تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

مصر او سعودي عربستان هم په سوډان کې د ستونزې د حل لپاره د عربي ټولنې د بیړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل هم ویلي چې دغه ټولنه د ښکېلو لورو تر منځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتو ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په عاجل ډول د دغو نښتو درېدو غوښتنه کړې ده. په سوډان کې سیاسون او پوځ ترمنځ نښتې پيل شوي چې تراوسه روانې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button