سوډان کې د جګړې له کبله نږدې درې نيم لکه کسان بې‌کوره شوي

پنجره ورځپاڼه: بهرنۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري په حواله وايي، په سوډان کې د روانې جګړې له کبله تر درې لکه او ۳۰زرو ډېرکسان له خپلو کورونو، نورو سیمو ته بې‌ځایه شوي دي. دغې ادارې ویلي، تر یو لک زیات نور کسان د سوډان سرحدي سیمو ته تښتېدلي دي.

سرچینې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري له ادرسه وايي، تر اته سوه زرو ډېر نور کسان ښايي د سوډان ګاونډیو هېوادونو ته کډوالشي، ځکه په سوډان کې د دوو پوځي جنرالانو ترمنځ لا هم جګړه روانه ده.

په سوډان کې د اپرېل پر ۱۵مه د واک پر سر د چټک ملاتړ د ځواکونو په نامه د ملېشه‌و د مشر محمد حمدان دقلو او د سوډان د پوځ د قومندان عبدالفتاحالبرهان ترمنځ نښته پیل شوه.

ظاهر څراغ

Back to top button