لوګر کې قومی مشران یو ښوونځی بیارغوي

د لوګر ولایت په لرې پرتې ولسوالۍ خروار کې د سیمې څو قومي مشران په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی بیارغوي.

د لوګر ولایت د خروار ولیوالۍ د کوټکي ګداخېلو د هلکانو د منځني ښوونځي د ودانۍ د بیا رغونې کار پیل شو.

یاد ښوونځی د قومي مشرانو هر یو حاجي نور باز، حاجي ګل بهار، حاجي نور خان، حاجي عبدالرحمٰن او حاجي عيد محمد له لوري د ۳۵۰ زره افغانیو په شخصي لګښت بیا رغول کېږي.

د دغه ښوونځي ودانۍ، چې د وخت په تېرېدو سره ډېره زړه او زیانمنه شوې ده، ټولې ویجاړې شوې برخې به یې په اساسي ډول بېرته ورغول شي.

یادو قومي مشرانو پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه ښوونځي د بیا رغولو چارې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي، چې په دې سره به شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شي.

دغه ډله قومي مشران د هېواد له سوداګرو، شتمنو، مرستندویه مؤسساتو او طالب سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دې لرې پرتې ولسوالۍ د ښوونځیو په بیارغولو کې ورسره مرسته کړي، څو د یادې ولسوالۍ نوی نسل له بې سوادۍ څخه وژغول شي.

Back to top button