د ناسا ساينس پوهان : یوه ناکامه او له کاره غورځېدلې سپوږمکۍ د ځمکې پر سر راغورځېږي
پنجره ورځپاڼه: ناسا يا د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې ساینس پوهانو ويلي، چې یوه ناکامه او له کاره غورځېدلې سپوږمکۍ به له فضا څخه لاندې په ځمکه راغورځېږي.
ناسا وايي، دا سپوږمکۍ د ځمکې د وړانګو بودیجې نومېږي او په ۱۹۸۴ ميلادي کال کې امريکايي ساينس پوهانو د چلنجرز فضايي بېړۍ څخه هوا ته وتوغوله، خو د ناسا د معلوماتو له مخې، د يادې سپوږمکۍ په غورځېدو کې به خلکو د زيان اوښتو کچه ډېره کمه ده.
ساینس پوهان په وینا د دې سپوږمکۍ وزن ۵۴۰۰ پونډه ۲۴۵۰ کیلوګرام ده او د بېرته راغورځېدو پر مهال به اور واخلي او ختمه به شي، خو ویل کېږي چې ځینې برخې به یې سلامت ځمکې ته راښکته کېږي.
که څه هم د دغې سپوږمکۍ د کار موده دوه کاله اټکل شوې وه خو، هغې تر ۲۰۰۵ کال پورې، چې له کاره لویدله، د اوزون او نورو اتموسفیرونو اندازه کولو بهیر روان وساته.دې سپومکۍ دا مطالعه کوله ځمکه څنګه له لمر څخه انرژي اخلي او خپروي.
دغه سپوږمکۍ په فضا کې لومړۍ يوې امریکایي مېرمن سالي رایډ د روبات پر مټ په په مدار کې خوشې کړه. په همدغه ماموریت کې په لومړي ځل یوه امریکایي ښځې کاترین سولیوان په فضا کې قدم وواهه، او دا لومړی ځل و چې دوې ستورې مزلې په فضا کې وګرځېدې.